بنګله دیش : میانمار د روهینګیا کډوالو د بېرته ستنولو سره هوکړه کړې ده.

بنګله دېش اعلان وکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د لاسلیک شوي تړون له مخې میانمار د روهینګیا کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کړې ده.

1895890
بنګله دیش : میانمار د روهینګیا کډوالو د بېرته ستنولو سره  هوکړه کړې ده.

بنګله دېش اعلان وکړ چې په ۲۰۱۷ کال کې د لاسلیک شوي تړون له مخې میانمار د روهینګیا کډوالو د بېرته ستنولو هوکړه کړې ده.

د  بنګله دیش بهرنیو چارو وزیر عبدالمومن په پلازمېنه ډاکه کې په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې میانمار موافقه کړې چې د روهینګیا کډوالو بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

"ښه خبر دا دی چې د میانمار حکومت موافقه کړې چې د روهینګیا اتباع بیرته واخلي او په اراکان ایالت کې تاسیسات له سره جوړ کړي.

مومن له بلې خوا د میانمار لخوا د  بنګله دیش نه راستنیدونکو روهینګیایانو څخه د شناختي کارډونو په غوښتنه نیوکه وکړه.

کله چې روهینګیایان وتښتېدل حالات خورا خطرناک وو او بنګله دیش ته له جامو پرته له بل څه سره نه وو راغلي. اوس څنګه کولای شي داسې اسناد وړاندې کړي چې ثابته کړي چې دوی د میانمار اتباع دي؟

مومن یادونه وکړه چې چین د روهینګیا خلکو د بیرته ستنیدو په بهیر کې د ښکیلو خواوو ترمنځ منځګړیتوب وکړ.

بنګله دیش د څه باندې یو میلیون تنو  روهینګیایی مسلمانانو کوربه دی چې د اګست په ۲۰۱۷ کې د میانمار د پوځ د فشارونو له امله  د اراکان  ایالت څخه تښتیدلي دي.



اړوند خبرونه