ماکرون په پاریس کې د ستر جومات د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په پلازمینه پاریس کې د ستر جومات د بنسټ ایښودلو د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون په پلازمینه پاریس کې د ستر جومات د بنسټ ایښودلو د سلمې کلیزې په مراسمو کې ګډون وکړ.
ایمانویل ماکرون په دې مراسمو کې په خپله وینا کې ستر جومات نه د "تاریخ له طوفان څخه زیږیدلی د سولې ځای" په توګه یادونه وکړه او ویې ویل چې ستر جومات د فرانسې په ټولنه کې د دریم جمهوریت یعنې د ۱۸۷۰ او ۱۹۴۰ کلونو ترمنځه د مسلمانانو د موقف ، راټولیدو او قربانۍ د پیژندلو نښه ده.
ماکرون څرګنده کړه چې دوی به په فرانسه کې د مسلمانانو پر وړاندې کرکې او بې باورۍ رامنځته کیدو ته اجازه ورنکړي.
یو لوري فرانسويان او له بلې لوري ته مسلمانان داسې کوم شی شتون نلري.
ماکرون ددې سربیره ، د "۱۹۲۲ ۲۰۲۲ ، لومړی نظر، لومړۍ ډبره" تر سرلیک لاندې جوړ شوي نندارتون څخه هم لیدنه وکړه او په پاریس کې د ستر جومات مسئول ته د چې د فرانسې ترټولو لوړ دولتي نښان ورکړ .