په امریکا متحده ایالتونو  کې  ۱۴ هوایی ډګرونو ویب پاڼې د روسي ژبو هکرانو لخوا هک شوي دي.

روسي ژبو هکرانو د امریکا د ګنشمیر هوايي دګرونو ویب پاڼې هک کړي دي

1891270
په امریکا متحده ایالتونو  کې  ۱۴ هوایی ډګرونو ویب پاڼې د روسي ژبو هکرانو لخوا هک شوي دي.

په امریکا متحده ایالتونو  کې  ۱۴ هوایی ډګرونو ویب پاڼې د روسي ژبو هکرانو لخوا هک شوي دي.

په سي ان ان د خبر له مخې  روسي ژبې هکرانو "Killnet" د  امریکا د ۱۴ هوايي ډګرونو د ویب پاڼو د هکولو مسؤلیت په غاړه اخیستی . د ویلو ده چې د هوايي دګرونو د ویبپاڼو هکولو له امله په هوايي ټرافیک کې کوم خنډ ندی رامنځته شوی.

د "Killnet" په نامه د هیکرانو ډلې د فبرورۍ له ۲۴ راهیسې، کله چې د روسیې او اوکراین جګړه پیل شوه، خپل فعالیتونه زیات کړي او دا معلومه نه ده چې دا د مسکو له ادارې سره کومه اړیکه لري او که نه.

یادې شوې  ډلې نوم هله مشهور شوو  د جولای په میاشت کې د لنډ وخت لپاره یې د امریکا د کانګرس ویب پاڼه هک کړې وه.

Killnet پدې بریدونو کې  د سایبر برید یو تخنیک کاروي چې د "خدمت توزیع انکار" (DDoS) په نوم پیژندل کیږي ، چیرې چې هیکران د کمپیوټر سرورونه جعلي ویب ترافیک سره سیلاب کوي ترڅو دوی آفلاین کړي.



اړوند خبرونه