د اوکراین په پلازمېنه کیف کې په پرله پسې ډول درې لویې چاودنې وشوې.
اوکراین پلازمینه کیف کې د څو میاشتو وروستو د لومړي ځل لپاره چاودنې وشوې
د اوکراین په پلازمېنه کیف کې په پرله پسې ډول درې لویې چاودنې وشوې.
د کیف په مرکز کې له چاودنو وروسته د هوايي دفاع سیستم فعال شو. شاهدان وايي په ښار کې له څو ودانیو څخه لوګي پورته کېږي.
پداسې حال کې چې د اوکراین او روسیې ترمنځه د کریمیا د پل له ویشتلو سره، د تاوتریخوالی کچه اوج ته رسېدلې اوکراین پلازمینې کیف نن ورځ د چاودنو غږونو سره پيل کړه.
د ویلو ده چې د اوکراین پلازمینه کیف څو میاشتې وروسته د لومړي ځل لپاره د زورورو چاودنو شاهدي وکړه.
د کییف ښاروال ویتالي کلیچکو تایید کړه چې د ښار په مرکز کې څو چاودنې شوي دي. کلیچکو د ټیلیګرام له لارې په خپور کړي پيغام کې ویلي دي "د پلازمینې په مرکز کې - د شیوچینسکي په ولسوالۍ کې څو چاودنې وشوې."
اوکرایني چارواکو ویلي دي چې پدې چاودنو کې خلکو ته ځاني تلفات هم اوښتي دي.
ویل شوي، چې چاودنې پر ځايي وخت د سهار په ۸ بجو او ۱۵ دقیقو رامنځته شوي دي. همداشان بریدونو نه یو ساعت مخکې د اوکراین په پلازمینه کې د هوايي بریدونو په اړه د خطر زنګونه وغږېدل.
عیني شاهدانو راپور ورکړی چې له ودانیو څخه تور لوګي پورته کیږي.