شمالي کوریا د جاپان د سمندر (ختیځ سمندر) په لور دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا په تیرو ۱۲ ورځو کې شپږ توغندي ازمایلي دي

1889105
شمالي کوریا د جاپان د سمندر (ختیځ سمندر) په لور دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

شمالي کوریا د جاپان د سمندر (ختیځ سمندر) په لور دوه بالستیک توغندي توغولي دي.

د سویلي کوریا لوی درستیز راپور ورکړ چې دوه لنډ واټن بالستیک توغندي په سیمه ایز وخت په 06:01 او 06:23 دقیقو پیونګ یانګ ته نږدې له سامسوک سیمې څخه وتوغول شول.

د جاپان د دفاع وزیر هامادا یاسوکازو وویل، د دغه توغندیو نه یو ۳۵۰ کیلومتره ارتفاع ته او بل بیا ۸۰۰ کیلومتره ارتفاع ته رسیدلی دی. توغندي د جاپان د منحصرې اقتصادي سیمې نه بهر سمندر کې لویدلي دي.

جاپان دفاع وزیر ویلي دي چې  په ختیځ سمندر کې چیرته چې توغندي لویدلي  کښتیو او الوتکو ته کوم زیان نه دی رسیدلی . وزیر حمدا وویل چې شمالي کوریا ته یو احتجاجي یادداشت ورکړل شوی دی.

د جاپان لومړي وزیر کیشیدا فومیو د دې ازموینې په غندلو سره وویل چې د پیونګ یانګ ادارې وروستي توغندي ازموینې چې په لوی شمیر کې ثبت شوي دي "په بشپړ ډول د منلو وړ ندي".

د یادولو وړ ده چې وروستی توغندی وروسته له هغه وتوغول شو چې د امریکا  اټومي ځواک لرونکي رونالډ ریګن الوتکه وړونکې کښتۍ له سویلي کوریا سره د ګډ تمرین لپاره سیمې ته واستول شوه.

شمالي کوریا په تیرو ۱۲ ورځو کې خپله شپږمه ازموینه ترسره کړه. شمالي کوریا د ۲۰۱۷ کال وروسته د اکتوبر په څلورمه نیټه یو اوږد واټنه بالستیک توغندی وازمایه چې دا توغندی د جاپان د هوايي حریم نه تیر او په آرام سمندر کې ولویده.

د یادولو ده چې  شمالي کوریا د ۲۰۲۲ کال له پیل راهیسې د ملګرو ملتونو له پریکړه لیکونو څخه په سرغړونې سره په مختلفو واټنونو کې تر ۲۰ زیات بالستیک توغندي ازمویلي دي.



اړوند خبرونه