د یونان د میدیلي ټاپو ترڅیرمه د کډوالو د دوو کښتیو د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوې
د یونان په میدیلي ټاپو کې د کډوالو دوه کښتۍ په سمندر کې ډوبې شوې.
1889406
د یونان په میدیلي ټاپو کې د کډوالو دوه کښتۍ په سمندر کې ډوبې شوې.
د یونان د ساحلي ګارد له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د میدیلي د ټاپو ته څېرمه د بېړۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ تنو کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۵ تنه ژغورل شوي دي. د ویلو ده چې پدې کښتۍ کې ۴۰ تنه کډوال سپاره ول. همداشان پاتې کډوال لا درکه شوي دي.
همداشان د چوها ټاپو ته نږدې، یوه بله کښتۍ چې شاوخوا ۱۰۰ تنه کډوال په کې سپاره وو، د ستر کټانو سره د جنګیدو نه وروسته ډوبه شوه.
پدې پيښه کې هم ۳۰ تنه کډوال ژغورل شوي او پاتې لا درکه شوي دي.
د لا درکه شوو کډوالو د موندولو په اړه د پلټون عملیات دوام لري.