سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې د مشرانو نه یو تن مشر عبدالله نادر له منځه یوړل شو.
د الشباب د ترهګرې ډلې د بڼسټ ایښودونکو نه عبدالله نادر ووژل شو
1887542
سومالیا کې د الشباب ترهګرې ډلې د مشرانو نه یو تن مشر عبدالله نادر له منځه یوړل شو.
د سوماليا د ملي خبري اژانس (سونا) د خبر له مخې، امنيتي ځواکونو د اکتوبر په لومړۍ نېټه په جوبا سيمه کې د الشباب پر ضد عمليات ترسره کړل.
ویل شوي چې په عملیاتو کې د الشباب یو له بنسټ ایښودونکو څخه نادر چې په عبیده هم مشهور دی وژل شوی دی.
د ویلو ده چې نوموړی ترهګر چې د اوږدې مودې راهیسې د ترهګرو په سور لست کې قرار درلود د هغه د تثبیت نه وروسته د هغه د لمنځه وړو لپاره د عملیاتو ځانګړی پلان جوړ شو.
امریکا متحده ایالتونو د د نادر پر سر چې د الشباب له مهمو مشرانو څخه و، درې میلیونه ډالره انعام ټاکلی وو.
په سومالیا کې، الشباب ترهګره ډله په مکرر ډول پر امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو خونړي بریدونه کوي.