په امریکا متحده ایالتونو کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د اوکلانډ په ښار کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی
په امریکا متحده ایالتونو کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی دی.
د امریکا د شمالي کالیفورنیا چارواکیو ویلي دي چې د اوکلانډ په سیمه کې په یو ښوونځي وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۶ تنه ټپیان شوي دي.
د اوکلانډ د پولیسو مرستیال ډرین ایلیسن وویل چې برید د روډسډیل نیوکومر عالي ښوونځي کې شوی.
د ښوونځي د رسمي ویبپاڼې د معلوماتو له مخې دا ښوونځی د هغو زده کونکو لپاره خدمت کوي چې د نه فارغیدو د ګواښ سره مخامخ وي او یا په دې وروستیو کې د "تاوتریخوالی او بې ثباتۍ" له امله د خپل هیواد څخه امریکا ته راکډه شوي دي .
د اوکلانډ د اور وژنې څانګې ویاند مایکل هنټ په وینا ، د لومړنیو روغتیايی خدماتو ډلو شپږ تنه روغتون ته انتقال کړي دي چې ټول د ډزو په نتیجه کې ټپیان شوي دي.
د پېښې درې ټپيان د های لانډ روغتون ته لېږدول شوي، چې روغتيايي حالت يې د اندېښنې وړ دى.
چارواکي وايي، چې د درېيو نورو ټپيانو روغتیايي وضعیت په اړه معلومات نلري.
د برید لامل معلوم ندی او د پیښې په اړه تحقیقات پيل شوي دي.
پولیسو د برید کوونکي په اړه څه ندي ویلي.