فرانسې حکومت د یو بل جومات د تړولو پریکړه هم وکړه
د فرانسې حکومت چې په تیرو دوو کلونو کې یې ۲۳ جوماتونه تړلي دي، اعلان کړی چې یو بل جومات به چې امام «راډیکالزم» تورن شوی وتړي.
د فرانسې حکومت چې په تیرو دوو کلونو کې یې ۲۳ جوماتونه تړلي دي، اعلان کړی چې یو بل جومات به چې امام «راډیکالزم» تورن شوی وتړي.
د بي اف ام ټي وي او لي فیګارا د خبرونو له مخې، د کورنیو چارو وزارت په باس رین سیمه کې د اوبرنای جومات د تړلو پروسه پیل کړې ده .
د کورنیو چارو وزیر جیرالډ درمانین د خپل ټویټر پاڼې له لارې د لی فیګارو د خبر د خپرولو سره لیکلي دي چې "د اسلامي تندلارۍ پروړاندې مبارزه د ولسمشر ایمانویل مکرون په غوښتنه دوام لري."
دارمنین وویل، «په تېرو دوو کلونو کې ۲۳ بېلتون غوښتونکي عبادت ځایونه تړل شوي دي.
د فرانسې د کورنیو چارو وزارت د جومات پر امام د افراطي تبلیغاتو ترسره کولو ، د فرانسې له ټولنې سره د دښمنۍ په چلند او د جمهوریت د ارزښتونو پر ضد پارونکو څرګندونو باندې تورن کړی دی.
په فرانسه کې د ۹۹ جوماتونو په اړه د پلټنو په چوکاټ کې ۲۳ یې تړل شوي او د ځینو په اړه قانوني اجراات پیل شوي دي.
د ویلو ده چې نړۍوالې ټولنې، په ځانګړې توګه د ملګرو ملتونو سازمان ، غیر دولتي سازمانونو او د بشري حقونو سازمانونو د فرانسې پر حکومت د مسلمانانو په نښه کولو او حاشیه کولو له امله سختې نیوکې کړي دي.