د بلغاریا د هوايي ځواکونو اړوند Su-25 ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
په بلغاریا کې یوې جنګې الوتکې سقوط وکړ
د بلغاریا د هوايي ځواکونو اړوند Su-25 ډوله جنګي الوتکې سقوط وکړ.
ویل کیږي الوتکه د هېواد په ختیځ کې د کېناستو پر مهال نسکوره شوه.
د بلغاریا د لوی څارنوالۍ وياندې سيکا ميليوا ويلي، چې دغه سو-۲۵ ډوله جنګي الوتکه د هېواد په ختيځ کې د بېزمير هوايي اډې په سيمه کې د روزنې پر مهال ولوېده.
میلیوا ویلي چې د الوتکې پیلوټ ژوندی ژغورل شوی او روغتون کې د درملنې لاندې نیول شوی دی.
ویاندې ویلي دي چې الوتکه په بشپړه توګه سوځیدلې. د الوتکې د غورځیدو لامل معلوم ندی او د لامل د معلومولو په اړه څیړنې پیل شوي دي.
د بلغاریا د هوایی ځواکونه ۸ سو ۲۵ ډوله جنګي الوتکې لرې چې ټولې په ۲۰۲۱ کال کې په بیلاروس کې ترمیم شوې وې.
د بلغاریا هوايي ځواکونه چې پخوانۍ روسي جوړې الوتکې کاروي، د هغې جګړې له امله چې روسیې د فبرورۍ په ۲۴ مه په اوکراین کې پرانیستله، د الوتکو د مراقبت او ترمیم په برخه کې له ستونزو سره مخامخ ده.
د ویلو ده چې په ۲۰۲۱ کال کې د بلغاریا په هوايي ځواکونو کې ۴۳ ستونزې ثبت شوې وې.