په بنګلادیش کې د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی
د بنګله دېش په پنجاګر کې د کاراتویا په سیند کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړه شوه. چارواکو ویلي چې ۱۵ تنه لا درکه شوي دي.
د بنګله دېش په پنجاګر کې د کاراتویا په سیند کې د کښتۍ د ډوبېدو له امله د مړو شمېر ۵۱ ته لوړه شوه. چارواکو ویلي چې ۱۵ تنه لا درکه شوي دي.
د بنګله دېش په پنجاګر سیمه کې یوه کښتۍ چې په کې ډیری ښځې او ماشومان سپاره وو، د کاراتویا په سیند کې ډوبه شوه. د پیښې نه وروسته په سیمه کې د لټون او ژغورنې عملیات او هڅې پیل شوې دي.
د سیمه ایزو پولیسو مشر سراج الهدا په یوه بیان کې ویلي چې د لټون او ژغورنې هڅو په پایله کې د مړو شمیره ۵۱ ته ته لوړه شوې او ۱۵ کسانو چې لا درکه شوي دي د لټون چارې دوام لري.
هغه وویل چې کښتۍ له خپل نورمال ظرفیت څخه درې چنده زیات بار وزن بار کړی وو. ددې سربیره سهار وختي سخت باران و. د کښتۍ د سفر د پيلیدو سره سم یو زیات شمیر زیارت کوونکي زیارت ته د تلو په خاطر په چټکۍ سره په کښتۍ کې سپاره شول .
د کښتۍ کپتان له ځینو کسانو وغوښتل چې د کښتۍ نه ښکته شي چې د ډوبیدو د خطر سره مخامخ وه خو هیچا د هغه خبرداري ته غوږ ونه نیوه.
د پولیسو په وینا، په کښتۍ کې شاوخوا ۹۰ تنو شتون درلود. پدې پیښه کې یواځې ۱۵ تنه ژغورل شوي دي.
د لادرکه شوو کسانو د موندولو لپاره پلټنې دوام لري.