په ایټالیا کې د پارلماني ټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې.
په ایټالیا کې د پارلماني ټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې. په ټاکنو کې د میرمن جورجیا میلوني په مشرۍ د ایټالیا د ورونو ګوند تر ټولو زیاتې رایې ګټلي دي.
په ایټالیا کې د پارلماني ټاکنو غیرې رسمي پایلې اعلان شوې. په ټاکنو کې د میرمن جورجیا میلوني په مشرۍ د ایټالیا د ورونو ګوند تر ټولو زیاتې رایې ګټلي دي.
ددې ټاکنو پایلو ته په کتو سره ایټالویانو ښي اړخه سیاستوالو ته ترجیح ورکړې ده.
د ایټالیا د پرونیو ټاکنو د غیر رسمي پایلو له مخې، د ایټالیا د ورونو ګوند مشرې جورجیا میلوني ، چې هم د ګوند په توګه او هم د ښي اړخه اتحاد په توګه لومړی راغلی، د خپل ګوند په ټاکنیز مرکز کې په خبري غونډه کې ګډون وکړ.
۴۵ کلنه جورجیا میلوني د ټاکنو د پایلو په اړه ارزونې وکړې. هغې وویل چې
"د ټاکنو پایلو یو څرګند سیګنال ورکړ چې ایټالویان د ایټالیا ورونو تر حاکمیت لاندې د مرکزي ښي حکومت غوښتونکي دي."
میلوني وویل چې په هیواد کې په فعلي وضعیت کې د مسئولیت د په غاړه اخیستو وخت رارسیدلی دی.
" که چیرې غواړۍ چې د تاریخ یوه برخه شۍ ، پدې باید ځان ډیر ښه پوه کړۍ چې د لسګونو میلیونو ایټالویانو پر وړاندې څه ډول مسئولیت لرۍ. د همدې امله ایټالیا مونږ انتخاب کړو او مونږ به هیڅکله هم ایټالیا ته خیانت ونکړو.
میلوني په ټاکنو کې د ګډون په ټیټه کچه د خواشینۍ په څرګندولو سره، وویل چې دوی د دولت او اتباعو ترمنځ د اړیکو بیارغولو ته اړتیا لري.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په پرونیو ټاکنو کې د ګډون کچه ۶۳،۹ سلنه وه.
ویل شوي چې دا کچه تر دې دمه په عامو انتخاباتو کې د ګډون تر ټولو ټیټه کچه وه.
له بلې خوا په هېواد کې د رایو شمېرنه دوام لري.
د غیر رسمي پایلو له مخې چې د ANSA خبري اژانس لخوا شریک شوي، د ایټالیا وروڼه ګوند د ۲۶ سلنې سره لومړی، دیموکراتیک ګوند د ۱۹عشاریه ۵ سلنې سره دویم او د ۵ ستوري غورځنګ د ۱۵ سلنې سره دریم ځای لري.
د اتحاد په اساس، د د ایټالیا ورونو ګوند، او ځینو کوچنیو ګوندونو لخوا جوړ شوي د حق اتحاد د رایو کچه د ۴۳ نه تر ۴۴ سلنې بانډ کې ثبت شوې. په مرکز کې کیڼ اتحاد، بیا په ټاکنو کې د ۲۶ نه تر ۲۷ سلنې پورې د رایو په ترلاسه کولو سره په دویم ځای کې ځای نیولی دی.