په امریکا کې پر هالنډي کومانډو سرتیرو وسله وال برید شوی دی.

په امریکا کې پر هالنډي سرتیرو چې د روزنې په خاطر دې هیواد ته تللي وو وسله وال برید شوی

1873172
په امریکا کې پر هالنډي کومانډو سرتیرو وسله وال برید شوی دی.

په امریکا کې پر هالنډي کومانډو سرتیرو وسله وال برید شوی دی.

د هالنډ د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرې جمعې په شپه درې هالنډي کومانډو سرتیري چې د روزنې لپاره امریکا ته تللي وو، د هوټل مخې ته په ډزو کې ټپیان شوي دي.

په امریکا کې هالنډي کمانډو په ډزو ویشتل شوي دي. د هالنډ د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د تېرې جمعې په شپه ۳ هالنډي کومانډو چې د روزنې لپاره د امریکا انډیانا ایالت انډیانا پولس ته تللي وو، د هوټل مخې ته په ډزو ټپیان شوي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د یوه کمانډو روغتیايي حالت د اندېښنې وړ دی او پولیسو د پېښې په اړه پلټنې پیل کړې دي. د پېښې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نیول شوي.

د انډیانا پولیس د ښار یو تن پولیس خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه د هوټل په دننه کې نده رامنځته شوې. پیښه بهر رامنځته شوې ده.

هغه ویلي دي چې د پیښې په اړه پلټنې دوام لري.



اړوند خبرونه