د نایجریا د ایدو ایالت په یوه معبد کې د ۲۰ تنو جسدونه موندل شوي دي.
په نایجریا کې په یو معبد کې ستر وحشت
1869675
د نایجریا د ایدو ایالت په یوه معبد کې د ۲۰ تنو جسدونه موندل شوي دي.
د ایډو ایالت د پولیسو د عامه اړیکو مرستیال مشر جینیفر ایوګبو په یوه بیان کې وویل چې پولیسو د بینین په ښار کې پر یوه معبد چاپه واچوله.
ایوګبو یادونه وکړه چې په دې چاپه کې د ۳ میرمنو او ۳ ماشومانو په ګډون د ۲۰ تنو جسدونه موندل شوي.
ایوګبو ویلي دي چې د پیښې په تړاو ۳ تنه نیول شوي . هغه وویل چې په سیمه کې ژورې څیړنې دوام لري ترڅو نور شکمن کسان ومومي چې تښتیدلي دي.
په نایجیریا کې، هغه کسان چې د جادو له لارې د بډایه کیدو خوبونه ویني د وینې د ترلاسه کولو لپاره قتل کوي تر څو جادوګران يي ددوې په نوم په جادو کې وکاروي.