د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې په یو سوداګریز مرکز کې چاودنه شوې
د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې په یو سوداګریز مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۵ تنو ته لوړه شوه.
د ارمنستان په پلازمینه اریوان کې په یو سوداګریز مرکز کې د چاودنې له امله د مړو شمیره ۶ تنو ته لوړه شوه.
پرون یکشنبه د اګست ۱۴ مه د ارمنستان په پلازمېنه اریوان ښار کې په یو لوی سوداګریز مرکز کې د هوايي فشنګونو په یوه پلورنځي کې د چاودنې له امله په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
ویل شوي، چې له چاودنې وروسته اورلګیدنه رامنځته شوه .
د اریوان ښاروالۍ ویاند لیون سرداریان اعلان وکړ چې ژغورنې ټیمونه هڅه کوي هغه کسان وژغوري چې تر خاورو لاندې شوي دي.
نوموړي سوداګریز مرکز د اریوان سویل لوري ته په ۲ کیلومترۍ کې موقعیت لري.
د ارمنستان د بیړنیو حالاتو وزارت اعلان کړی چې د لومړنیو معلوماتو له مخې په دې پیښه کې ۶ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او لږ تر لږه ۶۰ تنه ټپیان شوي دي.
دغه وزارت ویلي چې ۱۸ تنه لا درکه شوي دي چې د موندولو لپاره يي هڅې دوام لري
پداسې حال کې چې د پیښې په اړه څیړنې دوام لري، په سیمه کې د لټون او ژغورنې هڅې دوام لري.