په امریکا کې د اف بي ای په دفتر د برید هڅه وشوه

د امریکا د سنسناټي  په ښار کې یو وسله وال چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) دفتر ته  په زور سره د ننوتو هڅه کوله په ډزو ووژل شو.

1867070
په امریکا کې د اف بي ای په دفتر د برید هڅه وشوه

د امریکا د سنسناټي  په ښار کې یو وسله وال چې د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې (FBI) دفتر ته  په زور سره د ننوتو هڅه کوله په ډزو ووژل شو.

ویل کیږي  شکمن کس  چې د مرمۍ ضد واسکټ هم  اغوستی و، اف بي ای دفتر ته په زور سره د ننوتو د هڅې نه وروسته کله چې  د دفتر د خطر زنګ په غږیدو شو  له ودانۍ څخه جلا او د موټر سره د پیښې د ځای نه د تیښتې هڅه کوله چې ، د پولیسو لخوا محاصره شو.

 شکمن کس هم پر پولیسو ډزې پیل کړې .پولیسو هغه ته د قناعت ورکولو هڅه کوله چې د پولیسو پر لورې د ټوپک میل د اړولو نه وروسته د پولیسو لخوا  وویشتل شو. ویل کیږي وژل شوی کس ۴۲ کاله عمر لري او  ریکی شیفر نومیږي. د امریکا د تحقیقاتو فدرالي ادارې دا څیړنې پیل کړي چې  ایا ریکي شیفر له ښي اړخو افراطي ډلو سره اړیکې درلودلې او که نه.

شیفر په ټولنیزو رسنیو کې دوه اکاونټونه لري، د هغه زیاتره ټویټونه په امریکا کې د ۲۰۲۰ کال د نومبر په ۳ مه د جمهوري ریاست د انتخاباتو اړوند دي، هغه لیکلي چې انتخابات له ډونالډ ټرمپ څخه "غلا" شوي. راپورونو له مخې  هغه په  ډیموکراتانو ، د اف بي ای  او سترې محکمې په وړاندې د بریدونو د ترسره کولو غږ کړی وو.

د هغه په ​​​​ټویټر اپاڼه کې  کې ځینې پوسټونه  ښیي چې شیفر د ۲۰۲۱ کال د جنوري په ۶ د امریکا متحده ایالتونو  کانګرس باندې برید کې هم برخه اخیستې وه.

د ټرمپ اړوند په وېبپاڼه کې د ریکي شیفر په نوم له پرانستل شوي اکاونټ څخه په یوه پیغام کې هغه په ​​ټولو امریکایانو غږ کړی چې "جګړې ته چمتو شي" او وايي "زه د جګړې وړاندیز کوم". د اف بي ای اجنټانو د دوشنبې په ورځ په فلوریډا ایالت کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په کور چاپه واچوله.

د امریکا د عدلیې وزیر  ګارلینډ وویل چې  ما د ټرمپ د کور تلاشي امر ورکړی وو  او غواړم چې د پلټنې د حکم محتويات له خلکو سره شریک کړم. د ټرمپ پلویانو له تالاشۍ نه  وروسته پر اف بي ای  سختې نیوکې وکړې.

د بله پلوه  د اف بي ای  مشر کریسټوفر ورې وویل چې د  اف بي ای  د کارکوونکو پر وړاندې تاوتریخوالی او ګواښونه باید ټول امریکایان اندېښمن کړي.

هغه وویل چې پر اف بي ای لګول شوي بې بڼسټه تورونه او بریدونه د حقوقو لوړوالي پرنسیب ته زیان رسوي.



اړوند خبرونه