انګلستان ویلي چې  اوکراین ته به لا زیات راکټ لانچر سیسټمونه او بالستیک توغندي ورکړي.

انګلستان اوکراین ته لا زیات راکټ لانچر سیستمونه او پرمختللي توغندي ورکوي

1866847
انګلستان ویلي چې  اوکراین ته به لا زیات راکټ لانچر سیسټمونه او بالستیک توغندي ورکړي.

انګلستان ویلي چې  اوکراین ته به لا زیات راکټ لانچر سیسټمونه او بالستیک توغندي ورکړي.

د بريتانيا د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې دا پرېکړه د روان کال په پيل کې د اوکراين وسله والو ځواکونو ته د راکټ لانچر سيسټمونو له بريالۍ کارونې وروسته شوې ده.

د دفاع وزیر بین والس د خبرو په حواله، خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوی پوځي ملاتړ به اوکرایني ځواکونو ته اجازه ورکړي چې "د روسیې د تیري او د لرې واټن ویشتونکو توپونو بې توپیره کارونې په وړاندې دفاع ته دوام ورکړي."

والیس وویل چې انګلستان او نړیواله ټولنه به د دې "غیرقانوني جګړې" مخالفت ته دوام ورکړي او "اوکراین ته به نظامي مرستې چمتو کړي ترڅو د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یرغل په وړاندې دفاع وکړي."

په خبرپاڼه کې دې ته په اشارې سره  ویل شوي دي چې بريتانيا به اوکراين ته لا زیات راکټ لانچر سيسټمونه او لارښودیدونکې توغندي ورکړي.ويل شوي چې دغه پوځي مرسته به د انګلستان ، کاناډا، ډنمارک، سويډن، فنلنډ ، هالنډ او د امريکا متحده ايالتونو له ژمنې سره مرسته وکړي چې شاوخوا لس زره اوکرايني پوځيان روزي.



اړوند خبرونه