د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې د دندې د پیل نه ۳۴ ورځې وروسته استعفا وکړه
د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې پارک سون-ای چې ۳۴ ورځې وړاندې ټاکل شوې وه، له خپلې دندې استعفا وکړه.
1865066
د جنوبي کوریا د پوهنې وزیرې پارک سون-ای چې ۳۴ ورځې وړاندې ټاکل شوې وه، له خپلې دندې استعفا وکړه.
د یونهاپ د راپور له مخې، پارک سون-ای، چې غوښتل په ښوونځیو کې د ماشومانو د شمولیت عمر د شپږو کلونو نه پنځو کلونو ته راټیټ کړي د والدینو او ښوونکو د سختو نیوکو سره مخامخ شوې وه چې د همدې امله يي خپله استعفا ولسمشر یون سوک یول ته وړاندې کړه.
پارک، په مطبوعاتي کنفرانس کې وویل چې هغه د تعلیمي پالیسیو مسولیت چې غبرګونونه يي راپارولي وو ټول دده په غاړه دی.
که د هغه استعفا ومنل شي، پارک به لومړۍ وزیره شي چې د ولسمشر یون سوک یول په مشرۍ د حکومت نه استعفا کوي.
پارک د جولای په ۵ نیټه د پوهنې د وزیرې په توګه دنده پیل کړې وه.