په امریکا کې په دوو کورونو کې په هممهاله توګه چاودنې شوي

په امریکا کې په دوو کورونو کې د چاودنو او اورلګیدنې په نتیجه کې ۴ تنو ژوند لاسه ورکړی

1864073
په امریکا کې په دوو کورونو کې په هممهاله توګه چاودنې شوي

د امریکا په نیبراسکا ایالت کې په دوو جلا کورونو کې په هممهاله توګه  د چاودنو په نتیجه کې د رامنځته شوې  اورلګېدنې له امله ۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د نیبراسکا پولیس وايي کیدای شي چې دا چاودنې د برید په نتیجه کې رامنځته شوي وي.

که څه هم دا لا نه ده تایید شوې چې ایا قربانیان خپلوان وو او که نه، پولیسو په بیان کې راغلي چې "دا به ستونزمنه وي چې ووایو چې د جرم د صحنو ترمنځ هیڅ اړیکه نشته".

ویل شوي چې په هغه سیمه کې چې چاودنه شوې وه د امنیتي کمرو لخوا تثبیت شوی یو  موټر تلاشي شوی دی.

عيني شاهدان وايي، له چاودنې مخکې يې د ډزو غږونه اورېدي دي.

د اور وژونکو د څرګندونو له مخې، په دواړو کورونو چې اورلګیدنې پکې رامنځته شوي دي اور رامنځته کوونکي مواد موندلي دي.

له همدې امله، ګومان کیږي چې دواړه پیښې، چې په یو وخت کې رامنځته شوې، په قصدي ډول اورلګیدنې وي.

پولیسو ویلي دي چې ددې پیښې یو تن شکمن کس چې کیدای شي ددې برید سره تړاو ولري د نیولو په خاطر هلې ځلې دوام لري.


پيوندونه: #چاودنې , #امریکا

اړوند خبرونه