د هندوستان نوې ولسمشرې لوړې په کولو سره خپله دنده رسمآ پیل کړه.

د هند  ملي دیموکراتیک اتحاد کاندیدې  دروپادي مرمو، چې د جولای په ۱۸ د هند د پارلمان لخوا  د ولسمشرې په توګه وټاکل شوه، نن د لوړې په کولو سره خپله دنده په رسمي توګه پیل کړه.

1859208

مرمو، د هند ملي ډیموکراټیک اتحاد د نوماندې او د واکمن بهارتیا جنتا ګوند په پر ملاتړ، د هیواد د ۱۵ مې ولسمشرې په توګه لوړه وکړه.

مرمو  پارلمان ته په وینا کې وویل چې د لومړني ښوونځي زده کړې ترلاسه کول د ماشومتوب خوب و او ولسمشرۍ ته د هغه ټاکنې دا  وښودله چې په هند کې د بې وزله خوبونه هم رښتیا کیدای شي".

مرمو په خپلو خبرو کې ځوانانو ته په خطاب کې وویل، زه د ولسمشرې په توګه ستاسو بشپړ ملاتړ کوم.

مرمو د جولای په ۱۸ په ټولټاکنو کې د اپوزیسیون نوماند ، تجربه کار سیاستوال یشونت سینها ته ماته ورکړه.

په هند کې، ولسمشر په مستقیم ډول د خلکو لخوا نه  بلکې پارلمان د ایالتي مجلسونو د غړیو د رایو سره ټاکل کیږي .

اړوند خبرونه