د سریلانکا نوی ولسمشر وټاکل شو
په سریلانکا کې موقت ولسمشر او لومړی وزیر رانیل ویکرما سینګ د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
1857327
په سریلانکا کې موقت ولسمشر او لومړی وزیر رانیل ویکرما سینګ د نوي ولسمشر په توګه وټاکل شو.
دغه هېواد چې د له جدي اقتصادي او سیاسي کړکېچ سره مخ دی ، ۲۲۵ کسیز پارلمان په پټه رایه اچونه کې د هیواد د اتم ولسمشر ګوتابایا راجاپاکسا ، چې د حکومت ضد مظاهرو وروسته یې هېواد پرېښود او د برېښنالیک له لارې یې له خپلې دندې استعفا وکړه ځای ناستی وټاکه.
په رای اچونه کې، ویکرما سنګ د ولسمشر په توګه وټاکل شو، خپل سیال دولاس الهاپروما ته د ۸۲ په مقابل کې د ۱۳۴ رایو په توپیر ماتې ورکړه.
ویکرما سینګ چې په پارلمان کې کافي رای ترلاسه کړه ، د راجاپاکسا د پاتې دوو کلونو لپاره به دنده ترسره کړي، چې په ۲۰۲۴ کې پای ته رسیږي.
ویکرما سنګ د ۱۹۹۹ او ۲۰۰۵ کال ولسمشریزو ټاکنو کې هم نوماند و، خو بریالی نه شو.