په اندونیزیا کې په وسله وال برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اندونیزیا په ختیځ پاپوا سیمه کې د نادوګا په ښار کې د وسله والو بیلتون غوښتونکو لخوا برید وشو.
1855740
په اندونیزیا کې په وسله وال برید کې ګنشمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اندونیزیا په ختیځ پاپوا سیمه کې د نادوګا په ښار کې د وسله والو بیلتون غوښتونکو لخوا برید وشو.
د اندونیزیا د امنیتي مسئولینو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه برید کې ۱۰ ملکي وګړي وژل شوي او ۲ نور ټپیان شوي دي. د پاپوا د پولیسو ویاند احمد مصطفی کمال ویلي دي چې دغې ډلې چې د اندونیزیا حکومت يي «وسله وال جنایتکار سازمان» بولي، په څلورو نقطو کې جلا جلا بریدونه ترسره کړل. کمال ویلي دي چې په یوه برید کې د ملکي وګړو پر یوه لارۍ برید شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د برید کوونکو د نیولو لپاره عملیات پیل شوی خو تر اوسه د برید لامل معلوم نه دی. د ویلو ده چې په پاپوا کې د بیلتون غوښتونکو وسله والو ډلو لخوا د خپلواکۍ فعالیتونه ترسره کیږي.