په واشګټن کې په یو کنسرت وسله وال برید شوی
د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په یوه کنسرت کې د وسله وال برید په نتیجه کې یو کس مړ او د یو تن پولیس په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.
1845557
د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې په یوه کنسرت کې د وسله وال برید په نتیجه کې یو کس مړ او د یو تن پولیس په ګډون ۳ تنه ټپیان شوي دي.
د واشنگټن د پولیسو د مشر رابرټ کونټي د وینا له مخې، په کنسرت کې د ډلو ترمنځه د شخړې نه وروسته ډزې شوي دي.
په جګړه کې د ښکېلو ډلو تر منځ د ناپېژانده کس یا اشخاصو له خوا د وسلو د کارولو په پایله کې یو پولیس افسر چې د جګړې د مخنیوي هڅه يي کوله په ګډون ۴ تنه ټپیان شوي.
کونټي اعلان وکړ چې د ټپیانو څخه یو ۱۵ کلن ځوان ژوند د لاسه ورکړ.
د نورو ټپیانو درملنه دوام لري .
د واشګټن پولیسو ویلي دي چې د ټپيانو روغتيايي حالت ښه دى او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.