په امریکا کې په یوې کلیسا وسله وال برید شوی

د امریکا د الاباما ایالت په یوې کلیسا د وسله وال برید په نتیجه کې  ۲ تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.

1844787
په امریکا کې په یوې کلیسا وسله وال برید شوی

د امریکا د الاباما ایالت په یوې کلیسا د وسله وال برید په نتیجه کې  ۲ تنه مړه او یو تن بل ټپي شوی دی.

په امریکا کې چې په دې وروستیو کې د وسله والو بریدونو پېښې زیاتې شوي، دا ځل یوه بریدګر کلیسا په نښه کړه.

د ایالتي پولیسو لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې په برید کې دوه تنه  وژل شوي او یو تن بل ټپي شوی چې روغتون ته انتقال شوی دی.

پولیسو اعلان وکړ چې برید کوونکی په لنډ وخت کې نیول شوی دی.

د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.


پيوندونه: #برید , #کلیسا , #امریکا

اړوند خبرونه