په امریکا کې په یوې فابریکې وسله وال برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو په میریلنډ ایالت کې پر یوې فابریکې په وسله وال برید کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
1840932
د امریکا متحده ایالتونو په میریلنډ ایالت کې پر یوې فابریکې په وسله وال برید کې درې تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د میریلنډ ایالت والي لیري هوګن په یوه بیان کې ویلي دي چې یو تن بریګر د سمیټسبرګ په سیمه کې د کولمبیا ماشین په نامه فابریکې ته د ننوتو سره په برید لاس پورې کړ. پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
د نوموړي په وينا د پیښه نه وروسته پولیس سیمې ته ورسید او د برید ګر سره په نښته کې ښکیل شول. د برید ګر د نیولو په عملياتو کې شکمن کس، چې ګومان کېږي بريدګر وي ، ټپي نیول شوی دی او د پوليسو يو افسر هم پدې پيښه کې ټپي شوى دى.