په نایجریا کې پر کلیسا د برید سره قتل عام رامنځته شوی دی

د نایجیریا په اوندو ولایت کې پر یوې کلیسا د برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

1838010
په نایجریا کې پر کلیسا د برید سره قتل عام رامنځته شوی دی

د نایجیریا په اوندو ولایت کې پر یوې کلیسا د برید په پایله کې لږ تر لږه ۵۰ تنو ژوند له لاسه ورکړی دی.

یوه ډاکټر چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رسنیو ته ویلي چې د اوندو ولایت په اوو ولسوالۍ کې پر یوې کلیسا تر برید وروسته لږ تر لږه ۵۰ جسدونه موندل شوي دي.

ډاکټر دا هم ویلي چې په برید کې ګڼشمیر کسان ټپیان شوي دي.

د نایجریا ولسمشر محمد بخاري دغه برید غندلی دی.

"هر څه چې پیښیږي، دا هیواد به هیڅکله د ظالمانو او غدارانو په وړاندې سر ښکته نکړي، او تیاره به هیڅکله په رڼا غالب نشي."

د اوندو ولایت والي روتیمي اکریدولو دا برید په بې ګناه خلکو یو " شیطاني برید" وباله.

اکریدولو وویل چې امنیتي ځواکونه د پیښې ځای ته استول شوي او د برید په اړه پلټنې پیل شوي.

د ملي رسنیو د راپورونو له مخې وسله والو چې د هویت د معلومولو هڅې یې روانې دي، د اوندو ایالت په اوو ولسوالۍ کې د کاتولیکانو پر کلیسا د عبادت پر مهال برید کړی دی.



اړوند خبرونه