د فرانسې دیپلوماتانو د دغه هېواد په تاریخ کې د دویم ځل لپاره اعتصاب وکړ.
په فرانسه کې ډیپلوماټانو اعتصاب پیل کړی دی
د فرانسې دیپلوماتانو د دغه هېواد په تاریخ کې د دویم ځل لپاره اعتصاب وکړ.
د فرانسې د یو زیات شمیر صنفي اتحادیو په غوښتنه په پاریس کې د راټولو شوو ډیپلوماټانو د اعتصاب نه په بیلابیلو هیوادونو کې فرانسوي لوړپوړو ډیپلوماټانو او سفیران هم په ټولنیزو رسنیو کې د ډیپلوماټانو ملاتړ اعلان کړی دی.
شاوخوا ۲۰۰ کسان چې د پاریس د انویلډز په څلورلارې کې راټول شوي وو په هېواد کې یې د ملکي خدمتونو د لوړې کچې له اصلاحاتو سره خپل مخالفت څرګند کړ او مظاهره یې وکړه.
د فرانسې د لوړ پوړو ملکي خدماتو په اړه د اصلاحاتو په چوکاټ کې به هغه لوړ پوړي ملکي مامورین چې په مختلفو وزارتونو او اداري ادارو کې کار کوي، د "دولتي مدیرانو" تر نامه لاندې په یوه کټګورۍ کې راټول شي او د دې کسانو لپاره به په مختلفو برخو او اداراتو کې د کار کولو لاره هواره شي.
په دې کې به سفیران او مستشاران هم شامل وي.
ویل شوي چې شاوخوا ۷۰۰ دیپلوماتان به له دې اصلاحاتو اغېزمن شي.
د بهرنیو چارو په وزارت کې د عمومي کار کنفدراسیون (CGT) صنفي اتحادیې عمومي منشي الین ماستروني، د دې اصلاحاتو سره خپل مخالفت په څرګندولو سره وویل چې ډیپلوماسي یو داسې مسلک دی چې د کار په ساحه کې زده کیږي.
ماستروني دې ته په اشارې سره چې په دې وروستیو کلونو کې د بهرنیو چارو په وزارت کې د کارکوونکو شمېر کم شوی دی، وویل، له بلې خوا په بهر کې د مېشتو فرانسوي وګړو شمېر زیات شوی او له همدې امله د هغوی مسلک ته اړتیا دوام لري.
هغې وویل چې دوی د لا زیات پرسونل او اسانتیاوو غوښتنه کوي.