د اروپايي ټولنې د شورا مشر د الهام عليوف او نیکول پاشینیان سره ولیدل
د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل ویلي دي چې د اذربایجان او ارمنستان د سرحدونو کمیسیون به ګډه غونډه وکړي.
د اروپايي اتحادیې د شورا مشر چارلس میشل ویلي دي چې د اذربایجان او ارمنستان د سرحدونو کمیسیون به ګډه غونډه وکړي.
چارلس میشل دا څرګندونې پرون د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د اذربایجان له ولسمشر الهام علیوف او د ارمنستان له لومړي وزیر نیکول پاشینیان سره له کتنې وروسته وکړې.
میشل وویل چې دوی د دریم ځل لپاره ګډه غونډه وکړه ، چې د سویلي قفقاز په وضعیت ، د ماینونو پاکولو ، د بندیانو خوشې کولو او د لادرکه شوو د برخلیک ټاکلو په اړه خبرې وکړې.
مشیل سرحدي مسلو سرلیک ته په اشارې سره وویل چې د دواړو هیوادونو سرحدي کمیسیونونه به په راتلونکو ورځو کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د پولې په اړه لومړۍ ګډه غونډه وکړي او په دې کې به د سرحدونو د ټاکلو او د وضعیت د ثبات په اړه خبرې وشي. په دې غونډه کې به د سرحدي سیمو په اړه خبرې وشي.
میشل وویل چې د اذربایجان ولسمشر علیوف او ارمنستان لومړي وزیر پاشینیان د دواړو هیوادونو ترمنځ د ټرانسپورټ په وړاندې د خنډونو د لیرې کولو اړتیا باندې موافقه وکړه. ددې سربیره دواړو مشرانو په هغه اصولو چې د اذربایجان او نخچیوان ترمنځ او همدارنګه د آذربایجان له لارې د ارمنستان د بیلابیلو سیمو ترمنځ ترانزیت مشخصوي ، او نړیوال ترانسپورت او مخابراتي زیربناوو په اړه موافقه وکړه.
مشیل وویل چې د دواړو مشرانو لخوا په هغه اصولو کې چې توافق پرې شوې نړیوال ټرانسپورټ کې د پولو مدیریت ، امنیت ، محصولاتو او ګمرک مسلې شتون لري . همداشان په راتلونکو ورځو کې د دواړو هیوادونو د لومړي وزیر د مرستیالان په مسئلې وغږیږي.
چارلس میشل وویل چې علیوف او پاشینیان هم د سولې د موافقې د خبرو د پرمخ بیولو موافقه وکړه چې د دواړو هیوادونو اړیکې به مشخصې کړي.
میشل د دې په بیانولو سره وویل چې دا مسله به په راتلونکو اونیو کې د دواړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په مشرۍ د پلاوي لخوا اداره شي، چې اروپايي اتحادیه به د ټولنیز او اقتصادي پراختیا په برخه کې له دواړو خواوو سره کار وکړي.
میشل خبر ورکړ چې دوی موافقه وکړه چې د جولای یا اګست په میاشت کې له علیوف او پشینیان سره بیا وګوري.