بایدن : په امریکا کې د کرونا ویروس له امله یو میلیون تنو انسانانو ژوند د لاسه ورکړی
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل ، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د نوي ډول (کوویډ-۱۹) له امله یو میلیون کسان مړه شوي دي.
د امریکا د متحدو ایالتونو ولسمشر جو بایډن وویل ، چې په هېواد کې د کرونا ویروس د نوي ډول (کوویډ-۱۹) له امله یو میلیون کسان مړه شوي دي.
د سپینې ماڼۍ لخوا په خپور شوي بیان کې د جو بایډن له قوله ویل شوي دي چې "نن ورځ یو غمجنه ورځ ځکه چې یو ملیون امریکایانو د کوویډ - ۱۹ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی.
بایډن وویل هغه کسانو چې د کرونا وبا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی یوه کورنۍ، یوه ټولنه او خپل ملت يي شاته پریښي دی.
"د ډوډۍ د میز شاوخوا ته یو میلیون خالي څوکۍ پاتې دي چې د هر یو ځای جبران کیدونکی ندی. د هیڅوک تن تشه په اسانه نه ډکیږي."
د امریکا جمهور رئیس وویل، د یو ملت په توګه باید د داسې دردونو پر وړاندې بې پروا نه اوسو.
"موږ باید د دې ناروغۍ په وړاندې محتاط پاتې شو او هر هغه څه وکړو چې موږ یې کولی شو د پخوا په پرتله د لا زیاتو ازموینو ، واکسینونو او درملنې سره د امکان تر حده د ډیرو خلکو ژوند وژغورو."