په اکوادور کې په زندان کې د نښتو په ترڅ کې په لسګونو بندیان وژل شوي

په اکوادور کې په زندان کې د نښتو په ترڅ کې ۴۳ بندیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر تښتېدلي دي.

1824452
په اکوادور کې په زندان کې د نښتو په ترڅ کې په لسګونو بندیان وژل شوي

په اکوادور کې په زندان کې د نښتو په ترڅ کې ۴۳ بندیان وژل شوي او تر ۱۰۰ ډېر تښتېدلي دي.

د سیمه ایزو مقاماتو په وینا  د (سانتو ډومینګو دی لوس ساچیلاس) ښار په بیلاویستا زندان کې پرون سهار د پیل شوي بغاوت او نښتو په ترڅ کې ډیری بندیان له زندان څخه تښتیدلي دي.

د څارنوالۍ دفتر په خپل ټویټر حساب له لارې په خپور کړي یوه بیان کې ویلي دي،

"تر دې دمه ۴۳ بندیان وژل شوي، پلټنې روانې دي. د پاڅون په وروستیو ساعتونو کې تر ۱۰۰ ډېر بندیان لادرکه دي."

د کورنیو چارو وزیر پاتریسیو کاستیلو وویل، د امنیتي ځواکونو د تدابیرو په نتیجه کې د ۱۱۲ بندیانو د تېښتې مخه نیول شوې او ددوې د  نیولو په خاطر عملیات شوي دي.

هغه ددې خبرې په ټینګار سره وویل چې په زندان کې بغاوت په بشپړ ډول تر کنټرول لاندې راغلی دی، د پراخو پلټنو په پایله کې په د زندانیانو په خونو  کې وسلې او پرې کوونکي توکي  نیول شوي دي.

په اکوادور کې په ۶۵ زندانونو کې شاوخوا ۳۹ زره تنه  بندیان دي چې د ۳۰ زرو تنو ظرفیت لري. په زندانونو کې د جرمي ډلو تر منځ نښتې کله ناکله د بلوا لامل کیږي چې په نتیجه کې مرګ ژوبلې رامنځته کیږي.

له تېر کال راهیسې په هېواد کې د مخالفو ډلو ترمنځ په تاوتریخوالي کې تر ۴۰۰ ډېرو بندیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.


پيوندونه: #نښتې , #زندان , #اکوادور

اړوند خبرونه