په نایجریا کې د جنایتکارو ډلو لخوا پر کلیو بریدونه دوام لري.

په نایجریا کې په وسله والو بریدونو کې په لسګونو تنه وژل شوي‌ دي

1823757
په نایجریا کې د جنایتکارو ډلو لخوا پر کلیو بریدونه دوام لري.

په نایجریا کې د جنایتکارو ډلو لخوا پر کلیو بریدونه دوام لري.

 د هېواد په زمفره ولایت کې یوې وسله والې ډلې په ۳ کلیو بریدونه وکړل. په دغه برید کې ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

 د باکورا سیمې یو تن چارواکي  امینو سلیمان د برید په تړاو رسنیو ته وویل « پر موټرسایکل سپرو  وسله والو په ۳ کلیو برید وکړ، چې په دې برید کې ۴۸ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ او ګڼشمیر نور ټپیان شول.

 بریدګرو په سیمه کې  د پوليسو د ګزمې  پر موټر هم برید کړی او سوځولی دی چې له امله يي  دوه  تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی. ددې سربیره  برید کوونکو  ډېر زیات کورونه يې سوځولي‌ دي.«

 

په دغه هېواد کې د جنورۍ په ۱۷مه په زمفره ولایت کې د وسله والو په بریدونو کې تر ۵۰ زیاتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه