په مدیترانه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
په مدیترانه کې د کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی
په مدیترانه کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډوبیدو له امله ستره فاجعه رامنځته شوه.
د لومړنیو معلوماتو له مخې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۴۴ تنو کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ویلو ده چې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ چې د لویدیځې صحرا د سواحلو نه د اسپانیا په سویل لویدیځ کې د کاناریا ټاپوګانو ته د تیریدو په خاطر روانه شوې وه هدف ته د رسیدو نه مخکې په سمندر کې ډوبه شوه.
د اسپانیا د غیر دولتي موسسې کیمینانډو فرونټراس لخوا په یوه بیان کې ویل شوي چې د غیرقانوني کډوالو یوه کښتۍ چې د لویدیځ صحرا په لویدیځ کې د بوجادور څخه روانه وه، چې د اتلانتیک بحر په سواحلو کې موقعیت لري د کانري ټاپوګانو ته د رسیدو نه مخکې به سمندر کې ډوبه شوه.
پدې پيښه کې ۴۴ تنه مړه او ۱۲ تنه ژوندي ژغورل شوي دي.
د کامیناندو فرونتراس ویاندې هیلینا مالینو ویلي، د ۷ ناقانونه کډوالو جسدونه یې له سمندر څخه ایستل شوي او پاتې نور یې لا هم په سمندر کې پراته دي.
په همدې سیمه کې د مارچ په یوولسمه هم ورته پېښه رامنځ ته شوې وه او د کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون تر ۴۰ ډېرو ناقانونه کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی و.
په داسې حال کې چې د شمالي افریقا له سواحلو څخه کانري ټاپوګانو ته د کډوالۍ کچه په وروستیو کلونو کې ډیره شوې ده، د روان کال له پیله تر ۷۰۰۰ زیات ناقانونه کډوال اسپانیا ته تللي دي او ویل شوي چې په دې وروستیو کې پدې شمیره کې نږدې ۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.