روسیې د جرمني پر خلاف ډیر مهم ګام اوچت کړ.
روسیې ۴۰ تنه الماني ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه
روسیې د جرمني پر خلاف ډیر مهم ګام اوچت کړ. روسیې د جرمني ۴۰ تنه ډیپلوماټان د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلانیدو سره د ډیپورتولو پریکړه وکړه.
جرمني د روسیې لخوا په اوکراین د بریدونو له امله د ۴۰ تنو روس ډیپلوماټانو د پریکړه کړې وه.
روسیې هم د جرمني ددې اقدام په ځواب کې په پدې هیواد کې د جرمني د سیاسي نماینده ګیو د ۴۰ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بیرباک په یوه بیان کې ویلي، مونږ د روسیې ددې اقدام انتظار درلود خو دا باید ووایو چې روسیې دا پریکړه په هیڅډول توجیه نلري. په روسیه کې د مخ په ډیریدو منفي شرایطو سره سره، زموږ کارمندان د دوه اړخیزو اړیکو د ښه کولو لپاره په کانالونو پرانیسته ساتولو ، لیوالتیا او لوی تعهد سره روسیې ته تللي وو. روسیې د ننۍ پریکړې سره په اصل کې خپل ځان ته ستر زیان ورسو.
د ویلو ده چې یو زیات شمیر اروپايي هیوادونو د روسیې لخوا پر اوکراین د برید په غبرګون کې ددې هیواد یو زیات شمیر ډیپلوماټان وشړل. د روسیې لخوا د الماني ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې نه وروسته په مسکو کې د جرمني د سفارت چارې او خدمات به محدودې شي