د سومالیا د پارلمان پر ودانۍ د هاوان برید شوی

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د الشباب ترهګرې ډلې لخوا د پارلمان پر ودانۍ د هاوان برید شوی.

1814365
د سومالیا د پارلمان پر ودانۍ د هاوان برید شوی

د سومالیا په پلازمېنه موګادیشو کې د الشباب ترهګرې ډلې لخوا د پارلمان پر ودانۍ د هاوان برید شوی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا برید پداسې حال کې شوی دی چې د پارلماني‌ ټاکنو نه وروسته ټاکل شوو وکیلانو د دویم ځل لپاره په پارلمان کې سره راټول شوي‌ وو. د هاوان مرمۍ د ودانۍ ترڅنګ غورځیدلې ده .

په داسې حال کې چې په بريد کې ګڼ شمېر کسان ټپيان شوي دي، خو ويل شوي چې په ټپيانو کې وکیلان شتون نلري.

 

په همدې حال کې د ملګرو ملتونو د سومالیا مرستندویه ماموریت (UNSOM) د یوې اعلامیې په خپرولو سره د هاوان برید غندلی او ویلي یې دي چې دوی د سومالیا له خلکو سره ولاړ دي.



اړوند خبرونه