نیویارک پولیسو د مترو په تم ځای د مشکوک برید کوونکي هویت اعلان کړ.
په نیویارک کې د موټرو په تم ځای د برید له امله د ټپیانو شمیره ۲۳ تنو ته لوړه شوه
د امریکا متحده ایالتو د نیویارک ښار پولیسو تیره ورځ د مترو په تم ځای د مشکوک برید کوونکي هویت اعلان کړ.
نیویارک پولیسو ویلي دي چې داسې ګمان کیږي چې برید د ۶۲ کلن فرانک آر جیمز لخوا شوی وي نوموړی افریقايي اصله امریکايي دی. د ویلو ده چې تیره ورځ د نیویارک ښار د بروکلاین په سیمه کې د سهار د ګڼې ګوڼې په ساعتونو کې د مترو په تم ځای وسله وال برید وشو چې له امله ۲۳ تنه ټپیان شوي دي.
د نیویارک پولیسو په یو بیان کې یادونه وکړه چې د جیمز لخوا کارول شوي د پک اپ موټر څخه ترلاسه شوي شواهد ، د جرم په ډګر کې د موندنو شوو شواهدو سره سمون لري.
پولیسو په دې اړه روښانه څرګندونې نه دي کړې چې ایا دا هغه کس و چې برید یې کړی یا له بریدګر سره یې تړاو درلود، ویلي یې دي چې جیمز د هغه کس په توګه شکمن و چې پدې برید کې کارول شوی موټر يي په کرایه نیولی دی.
پولیسو ویلي دي چې د مشکوک جیمز د نیولو په خاطر ددوې پلټنې دوام لري. په فلاډلفیا او ویسکونسن کې راجسټر شوي پتې لري ، پولیسو ټینګار وکړ چې که شکمن ونیول شي تحقیقات به یوې دقیقې مرحلې ته ورسیږي.
له بلې خوا، په داسې حال کې چې تیره ورځ د ټپيانو شمېر ١٦ تنه ښودل شوى وه خو په وروستۍ بیان کې دا شمیره ٢٣ تنو ته رسېدلى. په بیان کې راغلي دي چې د ټپیانو نه ۱۰ تنه په ډزو کې ټپیان شوي دي . د ټپیانو روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن د موضوع په اړه په خپله لومړنۍ ارزونه کې وویل ،
"موږ د خپلو امنیتي ځواکونو نه چې د ټوپک د ډزو سره سره د ملکي وګړو ژوند ژغورلی مننه کوو. زمونږ کاري ډله د نیویارک د ښاروال ، د نیویارک د پولیسو او اف بي ای سره د نږدې تماس په حال کې دی او پیښه د نږدې نه تعقیبوو. "