په نیویارک کې د مترو په تم ځای وسله وال برید شوی
د امریکا د نیویارک په ښار کې د مترو په تم ځای خونړی برید شوی
د امریکا متحده ایالتونو د نیویارک ښار د بروکلاین په سیمه کې د موټر په تم ځای کې وسله وال برید شوی دی.
د نیویارک ښار د اور وژنې د ادارې ویاند اماندا فاریناکي وویل چې د نیویارک ښار د مترو په تم ځای کې د وسله وال برید له امله لږ تر لږه ۱۶ تنه ټپیان شوي دي.
د بله پلوه د نیویارک پولیسو ویلي دي برید کوونکي چې کارګرانو ځانګړی واسکټ يي په غاړه وو او د ګازو ماسک يي اغوستی وو په خلکو ډزې وکړې.
د بله پلوه د مترو په تم ځای کې د چاودیدونکو موادو د ځای په ځای کیدو په اړه هم خبر ورکړ شوی دی.
برید د سهار په ځايي د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو د خلکو د ډیرې زیاتې ګڼې ګوڼې پر مهال رامنځته شوی دی. برید د بروکلاین سیمې د سن سټ پارک په ۳۶ مه جاده کې د مترو په تم ځای کې رامنځته شوی دی.
د پيښې عیني شاهدانو ویلي دي چې برید کوونکي د ګازو ماسک اغوستی وو.
برید کوونکی د پيښې د ځای نه په تیښته بریالی شوی دی او پولیسو يي د نیولو په خاطر پلټنې پیل کړي دي.
د بله پلوه د سپینې ماڼۍ ویاندې جن ساکي ویلي دي چې ددې برید په اړه يي ولسمشر جو بایدن ته معلومات ورکړي دي.
د نیویارک ښار د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي دي چې دا یو ترهګریز برید دی.