په مدیترانه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.
مدیترانې د کډوالو د یوې بلې سترې تراژیدۍ او فاجعې شاهدي وکړه
په مدیترانه کې یو ځل بیا د ناقانونه کډوالو ستره فاجعه رامنځته شوه.
د ملګروملتونو سازمان د کډوالو عالي کمیسار فیلیپو ګراندي د بې پولو ډاکټرانو د سازمان لخوا په مدیترانه کې د کډوالو د سترې فاجعې په اړه کړو څرګندونو ته په اشارې سره ویلي دي چې " په مدیترانه کې یو ځل بیا یو ستره تراژیدي او فاجعه رامنځته شوه. تر ۹۰ تنو ډیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړ."
هغه د کډوالو په مسئله کې په اروپا د کډوالو ترمنځه د توپیر او تبعیض کولو په اړه د سختې نیوکې سره وویل " اروپا د اوکراین نه راغلو ۴ میلیونو کډوالو ته په ډیر سخاوت سره خپلې دروازې پرانیستې او د هغوې لپاره د ښه کوربه توب په برخه کې خپل استعداد او ظرفیت په اثبات ورسو. خو دا چې دوې د نورو کډوالو سره څه ډول چلند کړی او چلند کوي پدې اړه باید خپل په ګریوان کې ښکته کړي.
د ویلو ده چې په مدیترانه کې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبیدو له امله تر ۹۰ تنو ډیر کډوالو ژوند د لاسه ورکړی دی.
نوموړې کښتۍ د لیبیا نه د اروپا پر لورې حرکت کړی وو چې په لاره کې په سمندر کې ډوبه شوه.