روسیې هم د امریکا پر وړاندې متقابل ګام اوچت کړ.
روسیې هم د امریکا پر وړاندې متقابل ګام اوچت کړ. روسیې د ګنشمیر امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
روسیې هم د امریکا پر وړاندې متقابل ګام اوچت کړ. روسیې د ګنشمیر امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
روسیې د بهرنیو چارو وزارت د امریکا لخوا په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي نماینده ګۍ د ځینو ډیپلوماټانو د شړولو د پریکړې په مقابل کې د یو زیات شمیر امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه. روسیې بهرنیو چارو وزارت د نامطلوبه اشخاصو په توګه د اعلان کړو امریکايي ډیپلوماټانو لست په مسکو کې د امریکا سفارت ته وسپاره.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې په مسکو کې د امریکا د سفارت یو تن جګپوړی ډیپلوماټ راغوښتی او یاداشت يي ورته ورکړی دی.
په بیان کې راغلي دي چې د امریکا لخوا په ملګروملتونو سازمان کې د روسیې د دایمي نماینده ګۍ د بعضو ډیپلوماټانو د شړولو په مقابل کې روسیې هم پدې هیواد کې د امریکايي ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه او ددې ډیپلوماټانو لست يي امریکا سفارت ته وسپاره.
ددې سربیره په یاداشت کې امریکا ته د روسیې پر خلاف د هر ډول خصمانه اقدام او کړنو ته په عینې شکل سره د ځواب ورکولو خبرداری ورکړ شوی دی.