پولنډ د روسیې د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
پولنډ د روسیې د سفارت د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه کړې ده
1800613
پولنډ د روسیې د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه وکړه.
د پولنډ د کورني امنیت اژانس د روسیې د سفارت د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه وکړه.
د پولنډ د کورني امنیت اژانس دا روس ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور تورن کړي دي.
د بله پلوه د روسیې رسمي خبري اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي دي چې د پولنډ لخوا د روسي ډیپلوماټانو د شړولو په صورت کې به روسیه هم متقابل ګام اوچت کړي.
روسیه به هم پولنډي ډیپلوماټان وشړي.