په نایجریا کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنه ووژل شول.

په نایجریا کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۴ تنه وژل شوي‌ دي

1800393
په نایجریا کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنه ووژل شول.

په نایجریا کې په وسله وال برید کې په لسګونو تنه ووژل شول.

د نایجریا د کودونا په ایالت کې په وسله وال برید کې لږ تر لږه ۳۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کودونا ایالت د داخلي‌ امنیت او کورنیو چارو کمیسار سامویل ارو وان ویلي‌ دي‌ چې وسله والو کسانو د مارچ په شلمه نیټه د کاورا په سیمه خونړی برید وکړ.

د برید نه وروسته یو زیات شمیر کورونه او دوکانونه سوځول شوي‌ دي. د برید نه وروسته امنیتي‌ ځواکونه سیمې ته رسیدلي او د برید کوونکو د نیولو په خاطر پراخه پلټنې پیل کړي‌ دي.

د برید نه وروسته په سیمه کې د دوو تنو پولیسو په ګډون د ۳۴ تنو مړي‌ موندل شوي‌ دي. برید کوونکو ۲۰۰ کورونه، ۳۲ دوکانونه، ۳ موټرې او ۱۷ موټرسایکلې هم سوځولي‌ دي.

همداشان په سیمه کې د تاوتریخوالي‌ د کچې د لوړیدو نه وروسته ګرځبندیز اعلان شوی دی.

د ویلو ده چې بدې سیمه کې د مارچ په ۱۷ مه نیټه هم برید شوی وو چې په نتیجه کې دوه تنه مړه او ۴۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.



اړوند خبرونه