د اوکراین ولسمشر د امریکا د کانګرس عمومي غونډې ته وینا وکړه
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د امریکا متحده ایالتونو کانګرس عمومي غونډې ته ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلنسکي د امریکا متحده ایالتونو کانګرس عمومي غونډې ته ویدیو کنفرانس له لارې وینا وکړه.
زیلنسکي یو ځل بیا د امریکا نه د اوکراین هوايي حریم د الوتنو پر مخ د تړولو غوښتنه وکړه. هغه وویلی که چیرې دا کار امکان ونلري د اوکراین سره د دفاعي توغندیو سیستم مرسته وکړۍ.
هغه وویل روسیې یواځې پر مونږ نه ، زمونږ په خاورې نه بلکې زمونږ د ارزښتونو پر خلاف جګړه اعلان کړې ده . روسیې زمونږ د خپلواکه ژوند کولو او په خپل هیواد کې په ازاده توګه د ژوند کولو د حقونو پر خلاف جګړه پيل کړې ده . روسیې زمونږ د خوښیو او د ملي خیالونه او هدفونو پر خلاف جګړه پيل کړې ده .
ستاسې د شانداره تاریخ په بعضو پاڼو کې ځیني پيښې شتون لري چې تاسې د اوکراین موجود وضعیت تر هر چا ښه درک کولی شۍ. کیدای شي چې پدې لا ښه پوه شۍ چې مونږ تاسې ته جدي اړتیا لرو.
د پرل هاربر برید راپه یاد کړۍ چۍ د هوا د تورتم کیدو سره څه ډول الوتکو بریدونه وکړل.
د سپټمبر د ۱۱ د وحشي برید تمه او توقع هیچا هم نه درلوده. یو ډیر وحشي او جاني برید وو. نن ورځ زمونږ هیواد هم ورته بریدونو سره مخامخ دی.
د تیرو دریو اونیو راهیسې د اوکراین په ښارونو بریدونه دوام لري. د اوکراین ښارونه ویشتل کیږي.
روسیې د اوکراین هوايي حریم د مرګ په ځالې بدل کړی دی. روسیې تر اوسه پورې د چا خبره د اوکراین پر ښارونو د زر ډیرو د توغندیو بریدونه کړي دي.
هغه یو ځل بیا د امریکا نه د اوکراین د هوايي حریم د الوتنو پر مخ د تړولو غوښتنه وکړه. هغه وویل که چیرې د اوکراین هوايي حریم وتړل شي هغه دا ترهګري کولی نشي. که چیرې د هوايي حریم تړل ناممکنه وي په بدیل کې دې اوکراین ته دفاعي هوايي سیستم ورکړ شي.
هغه وویل چې اوکراین ستاسې منندوی دی. د امریکا د قوي مرستې و ملاتړ منندوی دی. ستاسې د هر ډول مرستې نه مننه کوو. د ولسمشر بایدن نه مننه کوم. هغه په رښتیا چې د ډیموکراسۍ نه دفاع کوي.
هغه د امریکا په کانګرس د روسیې پر خلاف د لا زیاتو ګامونو د اوچتولو غوښتنه وکړه. په روسیې داسې بندیزونه ولګوۍ لار ترینه خطا شي. داسې بندیزونه پرې ولګوۍ چې تر څو دا د مرګ ماشینونه ودرول شي.
مونږ په امریکا د روسیې پر ټولو سیاستوالو د بندیز لګولو غږ کوو. همداشان په هر هغه چا چې ددینه مرسته او ملاتړ کوي پر هغوې هم بندیز ولګوۍ.
د امریکا ټول شرکتونه باید د روسیې نه ووځي. ځکه چې روسیې ته چې هره روپۍ ورځي هغه د اوکراین د خلکو په وینو لړلې ده.
هغه وویل چې پر روسیې قوي بندیزونه ډیر زیات مهم دي.