په زرګونو امریکايي وګړو په اوکراین کې د روسېې په مقابل کې په جګړه کې د ګډون په خاطر وړاندیز کړی

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته په زرګونو تنو امریکايي وګړو په اوکراین کې د روسیې په مقابل کې په جګړه کې د ګډون وړاندیز کړی دی.

1792963
په زرګونو امریکايي وګړو په اوکراین کې د روسېې په مقابل کې په جګړه کې د ګډون په خاطر وړاندیز کړی

د روسیې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته په زرګونو تنو امریکايي وګړو په اوکراین کې د روسیې په مقابل کې په جګړه کې د ګډون وړاندیز کړی دی.

په زرګونو تنو امریکايي وګړو په واشنګټن کې د اوکراین سفارت ته  په داوطلبه توګه په اوکراین کې د روسیې په مقابل کې د جنګ کولو په خاطر مراجعه کړې ده.

د امریکا په پلازمینه واشنګټن کې  د اوکراین د سفارت په مخکې اوږده کتارونه جوړ شوي دي.

اوکرایني  ډیپلوماټان ددې کسان غوښتلیکونه ټولي  او نومومه يي د داوطلبه سرتیرو په لست کې ثبتوي. همداشان سفارت ته د ډیرو زیاتو کسانو لخوا مراجعه کولو د سفارت په مخکې رش جوړ کړی دی.

په ټولنیزو رسنیو کې په امریکا کې د اوکراین سفارت د عسکرۍ د جلب او جذب په مرکز بدل شوی په څیر تبصرې پیل شوي دي.

د بله پلوه په امریکا کې د اوکراین عسکري  اتشې تورنجنرال بوریس کرمینتسکي خبري رسنیو ته ویلي دي چې ، دا کسان چې په اوکراین کې د روسیې په مقابل کې د جنګیدو په خاطر مراجعه کوي  دا د پیسو په بدل کې دا کار نکوي. دا اجیر سرتیري ندي  بلکې ټول داوطلبه سرتیري دي. دوې اوکراین د خلکو سره د هغوې د ازدۍ په خاطر اوږه په اوږه مبارزه وکړي. دا په اصل کې د ازادۍ د مبارزې نه دفاع کول دي او ښه نیت ښودل دي.

هغه ویلي دي چې د فبروري په ۲۴ مه نیټه د روسې لخوا پر اوکراین د یرغل نه وروسته تر ۶۰۰۰ تنو ډیرو کسانو داوطلبه عسکرۍ د اوکراین د ځواکونو سره د روسیې په مقابل کې د جنګیدو په خاطر نومونه ثبت کړي دي. ددې کسانو ډیری پوځي تجربې نلري.

هغه زیاته کړې ده چې تر اوسه پورې یواځې ۱۰۰ تنه امریکايي وګړي  چې پخواني  عسکر دي  اوکراین ته تللي دي. همداشان دا داوطلبه کسان د خپلو شخصي امکاناتو سره پولنډ او بیا له هغه ځای اوکراین ته تیریږي.

د بله پلوه امریکايي مقامات د اوکراین جګړې ته د امریکايي وګړو د تلو سره موافق ندي.

د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن یو ځل بیا په اوکراین کې په میشتو امریکايي وګړو هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو او په امریکا  کې د  امریکايي وګړو نه اوکراین ته د سفر نه کولو غوښتنه کړې ده .



اړوند خبرونه