د ایژې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو کښتۍ ډوبه شوې
د ایژې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډبیدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
1787597
د ایژې په سمندر کې د ناقانونه کډوالو د کښتۍ د ډبیدو له امله ګنشمیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د یونان د دولتي خبري اژانس د خبر له مخې ، دا کښتۍ د میدیلي د ټاپو په سواحلو کې ډوبه شوې ده . ویل کیږي ډوبه شوې کښتۍ د سهار په وختي ساعتونو کې د میدیلي ټاپو د اوسیدونکو لخوا موندل شوې ده .
همداشان په سیمه کې د پلټنو کې د ۷ تنو ناقانونه کډوالو مړي موندل شوي دي.
دا لا معلومه نده چې پدې کښتۍ کې څو تنو کډوالو شتون درلود.
د سواحلو د امنیت ګارډ ځواکونو په سیمه کې پلټنې پيل کړي دي.