اندونیزیا یو ځل بیا ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.
په اندونیزیا کې د ریشتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزله رامنځته شوه
اندونیزیا یو ځل بیا ډیرې زورورې زلزلې ولړزو.
اندونیزیا د ریشتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زورورې زلزلې ولړزو.
د امریکا د مځکپیژندنې تحقیقاتي مرکز ویلي دي چې د اندونیزیا د سوماترا ټاپو شمال لورې ته د ختیځ سوماترا ایالت بوکي تینګي ښار د ریشتر په کچه د ۶ عشاریه ۲ په شدت سره زلزلې لړزولی دی. د زلزلې مرکز د بوکي تینګي ښار ۶۶ کیلومترۍ کې سیمه ده. زلزله د مځکې لاندې په ۱۲ کیلومترۍ کې رامنځته شوې ده .
ویل کیږي دې زلزلې شمالي سوماترا ایالت سربیره سینګاپور او مالیزیا هیوادونو کې هم احساس شوې ده .
د زلزلې نه وروسته د توسونامي په اړه خبرداری ندی ورکړ شوی.
د اندونیزیا د طبعي ناورین پر خلاف د مبارزې ملي ادارې ویلي دي چې په زلزله کې لږ تر لږه ۲ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۲۰ تنه نور ټپیان شوي دي.
د زلزلې په نتیجه کې د یو ښوونځي او بانک په ګډون یو زیات شمیر ودانیو زیان لیدلی دی.
همداشان په بعضو سیمو کې مځکښویدنې هم رامنځته شوي دي.
د اندونیزیا د سوماترا ټاپو چې د زلزلو د فای کرښو او اورشیدنې په مرکز کې قرار لري په ۲۰۰۴ کال کې د ۹ عشاریه ۱ په شدت سره زلزلې لړزولی وو چې په نتیجه کې تر ۲۲۰ زرو تنو ډیر کسانو ژوند د لاسه ورکړی وو.