په کولمبیا کې د پولیسو پر مرکز ډیر قوي بمي برید شوی
په کولمبیا کې د پولیسو په یو مرکز په چاودیدونکو توکو بار یو موټر سایکل پر مټ خونړی برید وشو.
په کولمبیا کې د پولیسو په یو مرکز په چاودیدونکو توکو بار یو موټر سایکل پر مټ خونړی برید وشو.
دا برید د کولمبیا په سویل لویدیځ کې د کالوتو په ښار کې د پولیسو په یو مرکز شوی دی.
پولیسو ویلي دي چې نامعلومو کسانو د هیواد په سویل لویدیځ کې د کالوتو په ښار کې د پولیسو په یو مرکز د موټر سایکل پر مټ بمي برید کړی چې په نتیجه کې د پولیسو د مرکز سربیره نورو ودانیو ته هم ستر زیان اوښتی دی.
د پولیسو د مرکز ترڅنګ یوه کلیسا هم راچپه شوې ده .
د کولمبیا د کورنیو چارو وزیر د پولیسو پر مرکز دا برید په ډیره کلکه توګه غندلی دی او ویلي دي چې ترهګرو غواړي ددې ډول بریدونو سره د خلکو ترمنځه ډار رامنځته کړي. هغه ویلي دي چې دا ډول ترهګري بریدونه د ترهګرۍ پر وړاندې زمونږ د مبارزې مخ نیولی نشي او په ښکاره توګه غواړم ووایم چې دوې به د خپلو اعمالو په سزا ورسو.
د کولمبیا د دفاع وزیر دیګو مولانا ویلي دي چې ددې پيښې نه وروسته سیمه ایزه امنیتي شورا رابللې ده . هغه وویل چې د کولمبیا د خلکو نه د دفاع په خاطر مونږ قربانۍ ته چمتو یو.
د ویلو ده چې پدې بریدونو کې د ځاني زیانونو د شمیرې په اړه څه ندي ویل شوي خو د بریدونو ویدیو او انځورونو ته په کتو سره ډیر ستر تخریبات يي رامنځته کړي دي.