واشنګټن پوست : امریکايي ځواکونو د افغانستان نه د وتو پر مهال هم ملکي وګړي او طالبان وژلي دي
امریکا متحده ایالتونو د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان نه په کامله توګه د وتو پر مهال یو زیات شمیر ملکي افغانان او طالب سرتیري وژلي دي.
امریکا متحده ایالتونو د تیر کال د اګست په میاشت کې د افغانستان نه په کامله توګه د وتو پر مهال یو زیات شمیر ملکي افغانان او طالب سرتیري وژلي دي.
د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر اړوند په یو نوي راپور کې ویل شوي دي چې د امریکايي اداراتو ترمنځه د هماهنګۍ د نه شتون له امله په رامنځته شوو کډوډیو کې یو زیات شمیر ملکي افغانان او طالبان د امریکايي ځواکونو لخوا وژل شوي دي.
د واشنګټن پوست ورځپاڼې د وینا د ازادۍ او معلوماتو د ترلاسه کولو د حق په چوکاټ کې د محکمې د پریکړې له مخې د افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د وتو د بهیر په اړه څیړنیز راپور اخیستی .
امریکايي قومندانانو څيړونکې ډلې ته ویلي دي چې د کابل د حامد کرزي په هوايي ډګر کې د ګډوډیو په لومړنیو ورځو کې امریکايي سرتیرو دوه تنه طالب سرتیري ووژل .
دا طالب سرتیري امریکايي ځواکونو او ملکي وګړو ته د ګواښ کولو په بدل کې وژل شوي دي. همداشان په یوې بلې جلا پيښه کې امریکايي ځواکونو د پخواني حکومت یو تن افسر چې د کابل نه د تخلیې په چارو کې مرسته کوله د امریکايي سرتیرو لخوا وژل شوی دی.همداشان پدې پيښه کې ۶ تنه نور افغان سرتیري ټپیان شوي وو.
د کابل نه د تخلیې د پروګرام په لومړنیو ورځو کې ۴ تنو ملکي وګړي په ټیل ماټيل کې وژل شوي او یو تن بل بیا د امریکايي ځواکونو لخوا د ګوزار غږ لرونکي بم برید په تیجه کې ژوند د لاسه ورکړی دی.
همداشان یو تن بل امریکايي قومندان تورن جنرال پیټر پیا څيړونکې ډلې ته ویلي دي چې د اګست په ۱۴ مه نیټه دوې د اشرف غني حکومت د سقوط انتظار درلود. په همدې ورځ د طالبانو پر خلاف په هوايي بریدونو کې تر سلو ډیر طالب اور پکي ووژل.