په امریکا کې ټرافیکي‌ پيښې فاجعه رامنځته کړه

په امریکا متحده ایالتونو کې  په یوې ټرافیکي‌ پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

1770519
په امریکا کې ټرافیکي‌ پيښې فاجعه رامنځته کړه

په امریکا متحده ایالتونو کې  په یوې ټرافیکي‌ پیښه کې لږ تر لږه ۱۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د امریکا  په شمالي‌ لاس ویګاس  یو ګړندي‌ موټر چلوونکي‌ د سور څراغ نه په تیریدو سره د نورو موټرو سره د جنګیدو له امله ستره فاجعه رامنځته کړه.

پولیسو ویلي‌ دي‌ چې پدې پیښه کې لږ تر لږه ۹ تنه مړه او ۶ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

پدغه پيښه کې چې  نن یکشنبه د جنوري‌ ۳۰ مه نیټه د مازیګر د ۳ بجو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . په قربانیانو کې تنکي‌ ځوانان هم شتون لري.

د شمالي‌ لاس ویګاس د پولیسو د څانګې ویاند الکساندر کیواس خبري‌ رسنیو ته وویل چې  پدې پیښه کې د ټکر کړي‌ موټر چلوونکي‌ هم ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه وویل د پیښې اصلي‌ لامل تر اوسه پورې معلوم ندی خو ګمان کیږي‌ چې د ډیر سرعت په نتیجه کې رامنځته شوي‌ وي. د پيښې په اړه تحقیقات پیل شوي‌ دي.

هغه وویل چې ددې پيښې د پيښې شپږ تنه ټپیان روغتونونو ته انتقال شوي‌ او د درملنې لاندې قرار لري.

ویاند وویل چې د لاس ویګاس والي‌ به د پيښې د قربانیانو هویت او د پيښې لامل په اړه معلومات ورکړي.



اړوند خبرونه