په کاناډا کې د کلیسا اړوند د ښوونځي د لیلیې په باغچه کې په لسګونو پټ قبرونه وموندل شول
د کاناډا د برتش کولمبیا په ایالت کې یو ځل بیا د ښوونځي د لیلېی په بڼ کې ګڼشمیر پټ قبرونه وموندل شول.
د کاناډا د برتش کولمبیا په ایالت کې یو ځل بیا د ښوونځي د لیلېی په بڼ کې ګڼشمیر پټ قبرونه وموندل شول.
د برتش کولمبیا ایالت د ویلیم لیک په سیمه کې د فرسټ نیشن مسئول وېلي سیلارز خبري غونډې ته وویل چې د کلیسا اړوند د سنټ جوزیف میسیون ښوونځي د لیلیې په بڼ کې ۹۳ پټ قبرونه موندل شوي دي.
هغه وویل چې د لیلیې اړوند ۴۷۰ هکټاره سیمې ۱۴ هټکاره د رادار سره پلټل شوې ده چې تر اوسه پورې پکې ۹۳ پټ قبرونه موندل شوي دي.
په سیمه کې د پلټنې چارې د پروګرام په مطابق دوام لري. هغه وویل چې کلونو راهیسې د سنټ جوزیف میسیون ښوونځي په لیلیه کې د ماشومانو د ځورونې او د هغوې پر حقونو د تیري په اړه راپورونو شتون درلود. پدې لیلیه کې د مړو شوو او لا درکه شوو ماشومانو په اړه راپور شتون درلود. خو له بده مرغه چې پدې راپورونو چا باور او اعتبار نه کولو.
هغه وویل چې د سنټ جوزیف میسیون ښوونځي او لیلیه چې د ۱۸۹۱ او ۱۹۸۱ کلونو ترمنځه د ویلیم د جهیل ترڅنګ فعالیت کولو په کاناډا کې د کلیسا اړوند تر ټولو د تاریخي ښوونځیو او لیلیو نه شمیرل کیږي .
هغه وویل چې پدې سیمه د فزیکي پلټنو ترڅنګ په ښوونځي او لیلیه کې د رامنخته شوو پيښو په اړه هم پلټنې پيل شوي دي.
د ویلو ده چې د کاناډا په تاریخ کې د کلیسا اړوند ښوونځي د ماشومانو د ځورونې او د هغوې د حقونو د خپو لاندې د کولو تر ټولو د سترو مرکزونو په توګه یادیږي. دا ښوونځي چې په ۱۸۸۰ کال کې پرانیستل شوي وو په ۱۹۹۶ کال کې وتړل شول. پدې ښوونځیو کې به د کاناډا د اصلي او ځايي اوسیدونکو نه ماشومانو په زور سره اخیستل کیدل او دلته به روزل کیدل. دلته ماشومان د راهب او راهبو او ښوونکو لخوا د جنسي ، فزیکي او روحي پلوه ځورول شوي دي .
په ۲۰۱۰ کال کې د حقیقت موندنې کمیسیون جوړ شو. دې کمیسیون په تحقیقاتو کې وموندله چې دلته د ماشومانو د ځوړولو سربیره پر هغوې ډول ډول ازمایښتونه ترسره شوي دي.
د کاناډا فدرال حکومت ددې ستر حقیقت د موندل کیدو نه وروسته چې په زرګونو تنه ماشومان د سړې هوا، ولګې او ناروغیو له امله ژوند د قربانیانو د کورنیو نه د بښنې غوښتنه وکړه.