د بورکینافاسو پوځي کودتا تر شا د فرانسې لاس دی ادعا شوې ده
فرانسې د تیر کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په بورکینافاسو کې د پوځ لخوا د کودتا کولو لپاره د هلو ځلو کولو ادعاء شوې ده .
فرانسې د تیر کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په بورکینافاسو کې د پوځ لخوا د کودتا کولو لپاره د هلو ځلو کولو ادعاء شوې ده .
د افریقا انتلیجنس ویبپاڼې د خبر له مخې فرانسوي ډیپلوماټانو د تیر کال د سپټمبر د میاشتې راهیسې په بورکینافاسو کې د یوې پوځي کودتا لپاره د سناریو په جوړولو کار کولو چې بالاخره خپل هدف ته ورسیدل.
په خبر کې راغلي دي چې پاریس حکومت د جنوري په ۲۳ مه نیټه د بورکینافاسو ولسمشر روچ کرستین کابوره ته په بیړنۍ توګه د هیواد نه د وتو د زمینې د برابرولو وړاندیز کړی وو.
د فرانسې حکومت د جنوري په ۲۳ مه نيټه ټوله ورځ د کابوره سره د تماس په حال کې وو خو په ۲۴ مه نیټه يي ورسره تماس پرې کړ.
د فرانسې د ولسمشرۍ ماڼۍ بیا دا ادعاګانې په کلکه توګه رد کړي دي.
د یادولو وړ ده چې په بورکینافاسو کې د جنوري په ۲۴ مه نیټه یوې ډلې بغاوت کوونکو پوځیانو د کرستین کابوره د حکومت پر خلاف کودتا په کولو سره ولسمشر، لومړی وزیر او د ملي شورا مشر ونیول او په پوځي کمپ کې توقیف کړل.
همداشان وروسته د ملي تلویزیون له لارې د کودتا د اعلامیې په لوستولو سره د کابوره حکومت د نسکورولو ، اساسي قانون د ځنډولو ، حکومت او ملي شورا د منحلولو نه خبر ورکړ.
د بورکینافاسو ولسمشر وروسته د یوې اعلامیې په خپرولو سره خپل استعفا اعلان کړه.