شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه کروز توغندي‌ وازمایل

شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه غبرګ توغندي‌ وازمایل. دا په تیره یوه میاشت کې پنځم ځل دی چې شمالي‌ کوریا توغندي‌ ازمايي.

1767808
شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه کروز توغندي‌ وازمایل

شمالي کوریا نن یو ځل بیا دوه غبرګ توغندي‌ وازمایل. دا په تیره یوه میاشت کې پنځم ځل دی چې شمالي‌ کوریا توغندي‌ ازمايي.

دا خبره د سویلي‌ کوریا یو مقام وکړه.

د سویلي‌ کوریا یو تن پوځي‌ چارواکي‌ خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې شمالي‌ کوریا نن یو ځل بیا دوه غبرګ کروز توغندي‌ وازمایل. شمالي‌ کوریا دا توغندي‌ د هیواد د مرکزي‌ سیمو نه توغولي‌ دي.

هغه وویل چې د لا تفصیلي‌ معلوماتو راټولو ته اړتیا لرو. هغه زیاته کړه چې سویلي‌ کوریا ددې ډول توغندیو د مخنیوي‌ او په هوا کې د شنډولو پوره توان او طاقت لري.

د یادولو وړ ده چې شمالي‌ کوریا د  تیر کال د سپټمبر په میاشت کې هم د اوږد واټنه کروز توغندي‌ د ازمایلو نه خبر ورکړی وو. دې هیواد ددې توغندي‌ نه د لوی اهمیت لرونکي‌ ستراتیژیکې وسلې په توګه یادونه کړې ده .

شمالي کوریا د روانې جنوري‌ د میاشتې په ۵ او ۱۱ مو نیټو د هایپرسونیک توغندیو د ازمایلو نه خبر ورکړی وو. همداشان په ۱۷ مه نیټه بیا بالستیک توغندي‌ وازمایل.



اړوند خبرونه